د جلال آباد ښار د دوهمې ناحیې اړوند د ریګ شاه مراد خان سړک ګټه اخیستنې ته وسپارل شو
![سرک ریگ شاهمرد خان در ناحیه دوم شهر جلالآباد به بهرهبرداری سپرده شد](/sites/default/files/2021-04/176922281_1616422575222019_2115359167013624499_n.jpg)
افغانستان- د اقتصاد وزارت: د جلال آباد ښار د دوهمې ناحېې اړوند د ریګ شاه مراد خان سړک د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین ډاکټر صبغت الله، د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال ببرک میاخېل، د جلال آباد ښاروال انجینر اباسین بهیر او د کارمندنې پروژې رییس مطیع الله جاهد په ګډون یې پرانیسته وشوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد سړک د ۱۷۸۵ متره اوږدالی لري، چې د ۲۲۱۰۰۱۲۳ افغانیو په ارزښت د نړیوال بانګ په مالي لګښت او د کارموندنې پروژې او همغږو ادارو له لوري یې چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوې.
نوموړې پروژه د کارموندنې برنامې دوهمه پروژه ده، چې د اقتصاد وزارت په مشرتابه او د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په همغږۍ یې چارې یې بشپړیږي. د دې سړک په جوړولو د سیمه اییز وګړو د ستونزو د هوارولو سربیره د ۲۵۰ کسانو ته یې کاري فرصتونه هم رامنځته کړي و. کابو ۱۱۲۰۰ کسان به د دغې پروژې څخه په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.