ملي تدارکاتو کمېسیون د عامې روغتیا وزارت پروژې وارزولې
![بررسی پروژه های وزارت صحت در کمیسیون تدارکات ملی می باشد](/sites/default/files/2021-04/177645147_1617151578482452_58041871953649637_n.jpg)
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډه د عامې روغتیا وزارت پر پروژو د بحث په موخه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په پیل کې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو دځینو پروژو د پرمختګونو او ننګونو په اړه د راپور ورکولو پرمهال په تخار او زابل ولایتونو کې د اساسي روغتایي خدمتونو (BPHS) پروژو، په ۱۹ ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د نېټې غځولو او په ۱۲ نورو ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د برخلیک څرنګوالي په اړه معلومات او د افغان-جاپان روغتون د تړونونو راپور هم وړاندې کړ.
وروسته د نړیوال بانک استازو د یادو پروژو د ځینو برخو په اړه خپلې موندنې او نظریات د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د روغتیا سکتور او نړیوال بانک مسوولینو د راپورونو او نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د هیوادوالو اساسي حق دی او باید ورته پاملرنه وشي. هغه زیاته کړه، په ولایتونو کې د ځینو قراردادي موسسو د روغتیایي خدمتونو د ټیټ کیفیت جدي شکایت موجود دی چې دوام یې د منلو وړ نه دی.
د هیواد جمهوررئیس د نړیوال بانک استازو ته یادونه وکړه چې د روغتیایي خدمتونو موسسو د فعالیتونو څرنګوالی وارزوي او د موسسو فعالیت او له کارکوونکو سره چلند دې د منل شویو اصولو او ملي او بین المللي معیارونو مطابق عیار شي.
وروسته د هیواد جمهوررئیس عامې روغتیا وزارت ته د هغوی د غوښتنو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.