د اقتصاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د څارنې ټیم لیدنه وکړه

habibi_admin
Tue, May 04 2021 8:27 AM
image

د اقتصاد وزارت_افغانستان: اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د څارنې ټیم د اقتصاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه لیدنه وکړه. ددغې لیدنې په جریان کې د اقتصاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییسې نوريه نزهت معلوماتو ته د لاسرسي قانون د میتود په کارولو سره او د قانون د پلي کولو د هڅو په اړه همدارنګه د غوښتونکو سره د معلوماتو د شریکولو لپاره د وزارت د رهبري د ژمنو په اړه خبرې وکړې.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د څارنې کمیټې غړی محمد داوود فیاض او ورسره هیات د یاد وزارت کارکوونکو نه د معلوماتو سره مسوولانه چلند په برخه کې ستاینه وکړه او د وزارت د اطلاع رسوونې او د غوښتونکو سره ددې وزارت د کار کوونکو په رویه او د اطلاعاتو د ورکولو پروسې ارزونه وکړه.

ددې لیدنې په جریان کې په ولایتي او مرکزي کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون په چوکاټ کې د اعلاناتو په لار اچول، د وزارت اطلاع رسونې مسول له لوري اطلاعات خپرول، تخنیکي اسانتیاو چمتو کول او معلوماتو د غوښتونکو لپاره ورکول او همدا راز د اطلاع رسونې په برخه کې د نويو ستراتیژیو د روزنې په اړه بحثونه وشول.

د یادونې وړ ده، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هر کال اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د حق له مخې د اطلاع رسونې کار کوونکو ارزونه کوي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS