د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

habibi_admin
Thu, May 06 2021 8:45 AM
image

په پیل کې جمهوررئیس غني، کبیرخان عیسی خېل ته د ملي تدارکاتو ادارې د رئیس په توګه د ګومارل کېدو مبارکي وویله او نوموړي ته یې د لازیاتو بریالیتونو هیله وکړه.

جمهوررئیس د دغې ادارې د مخکېني رئیس د کړنو قدرداني او د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس د هیواد د جمهوررئیس د باور مننه وکړه.

ورپسې د کټواز رسوبي حوزې دلوړ کیفیت د جاذبوي هوایي او مقناطیسي سروې پروژې په ګډون چې یوه ملي او ارزښتمنه پروژه ده او له څه مودې راهیسې ځنډېدلی وه، ۱۷ تدارکاتي موارد د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته منظور شول.

پر یادو پروژو د بحث پر مهال، جمهوررئیس غني یو ځل بیا د داخلي تولیداتو پر ملاتړ ټینګار او په اړه یې تدارکاتي بنسټونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS