د اقتصاد وزیرې د خدماتو په وړاندې کولو کې د ځنډ په مخنیوي باندې ټینګار وکړ

د اقتصاد وزارت_افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د یاد وزارت له معینانو، رییسانو، سلاکارانو او کارکوونکو سره په لیدنه کې د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د ځنډ په مخنوي، د خدمات په زر برابرښت ټینګار وکړ.
د غونډې په جریان کې د اقتصاد وزیرې د وزارت د بېلابېلو څانګو د کارکوونکو د کارونو ستاینه وکړه او د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني پیغام، چې د کوچني اختر په لمانځغونډه کې یې ویلی و؛ د وزارت کارکوونکو ته یې ورسولو. په دې غونډه کې ګډون کوونکو ژمنه وکړه، چې کارونه به پرته له ناغیړۍ او په ملي روحیه به ترسره کړي.