د فاریاب ولایت په پشتونکوت ولسوالی، د قزل قول پولې پروژه شاوخوا ۲۰ سلنه پرمختګ کړی

habibi_admin
Tue, May 18 2021 1:42 PM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د فاریاب ولایت په پشتونکوت ولسوالی کې د قزل قول پولې د ودانۍ چارې پروژې شاوخوا ۲۰ سلنه پرمختګ درلودلی دی.

دغه ۶۰ متری پوله چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږی په ۱۵ نېټه، د ټولګټو وزارت لخوا د ۲۴۳۹۶۶۴۸ افغانیو په ارزښت د سیفټی اوغلو شرکت لخوا د ودانۍ چارې یې پیل شوي؛ پام کې ده چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري د میاشتې تر آخره به خلاص شي.

د دغه پروژې په تطبیق سره، په ورځ کې د فاریاب ولایت د پشتونکوت ولسوالی ۲۰ نه تر ۲۵ وګرو ته بوختیا رامنځته شي.

د دې پروژې په بشپړیدلو سره به د فاریاب ولایت ۲۰ زره وګړو د دغې پوله څخه په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.

د یادونې وړ ده چې، د فاریاب ولایت د اقتصاد ریاست د یادې پروژې د تطبیق څخه په منظمه توګه څارنه کوي

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS