د ملکي خدمتونو ۵۲ زره تنه کارکوونکي د ظرفیت لوړولو زده کړې ترلاسه کوي

habibi_admin
Tue, May 18 2021 3:09 PM
image

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او اقتصاد وزارت ګډه اعلامیه

د ۴۴ وزارتونو او دولتي ادارو د پروګرام له مخې، په ۱۴۰۰ مالي کال کې، د دغو بنسټونو کارکوونکو لپاره یو زر او ۷۱۲ روزنیز پروګرامونه جوړېږي.

له دغو روزنیزو پروګرامونو څخه ۵۱ زر او ۸۰۰ تنه دولتي کارکوونکي چې ۱۷۰۹۳ تنه یې ښځې دي، برخمن کېږي.

دغو روزنیزو پروګرامونو کې، حکومتوالۍ، اقتصادي چارې او کرنه، صنعت او سوداګري، انرژۍ، کانونه، ترانسپورټ، مخابراتو، استوګنې برابرولو او ټولنیز جوړ جاړی، پوهنه او فرهنګ برخې شاملې دي.

یو زر او ۱۲۵ روزنیزو پروګرامونه د دولتي ادارو لخوا او ۵۸۷ پروګرامونه د همکار بنسټونو لخوا تطبیق کېږي.

د ۱۰۳۱ پروګرامونو لګښت د دولتي ادارو له داخلي بودیجې او د ۶۸۱ پروګرامونو لګښت د همکار بنسټونو لخوا تمویلېږي.

په یادو پروګرامونو کې ۷۱۹ مسلکي پروګرامونه، ۸۱۲ مدیریتي پروګرامونه، ۱۰۷ د لوړو زده کړو پروګرامونه، ۴۲ د کمپيوټر پروګرامونه او ۳۲ د بهرنیو ژبو زده کړې پروګرامونه شامل دي.

په ۱۴۰۰ مالي کال کې، د دولتي ادارو ولایتي کارکوونکو ظرفیت لوړولو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د همدې پروګرامونو له جملې، یو زر او ۴۶۳پروګرامونه په هېواد کې د ننه او ۲۴۹ پروګرامونه یې بهر کې ترسره کېږي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS