د ولسي جرګې د اقتصاد ملي کمیسیون لخوا د اقتصاد وزیرې ته بلنه

habibi_admin
Tue, May 18 2021 8:33 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د وزارت ځینو رییسانو سره د ولسي جرګې د اقتصاد ملي کمیسیون د بلنې په ترڅ کې د یاد کمیسیون په غونډه ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې ډاکټر فاریابي د یاد کمیسیون غړو ته د ۱۴۰۰ مالي کال د اقتصاد وزارت د پلان په اړه معلومات وړاندې کړل او د اقتصاد وزارت او د ولسي جرګې د اقتصاد ملي کمیسیون ترمنځ له ښو اړیکو یې ستاینه وکړه.

ډاکټر فاریابي د اقتصاد وزارت او د ولسي جرګې د استازو ترمنځ په ځانګړي ډول د اقتصاد د ملي کمیسیون غړو ترمنځ نږدې همغږي، د خلکو د غوښتنو د پوره کولو او هم د اقتصادي ودې په پار د استازو د وړاندیزونه او لیدلورو شریکول مهمه وبلل.

د ولسي جرګې د اقتصاد د ملي کمیسیون رییس عبدالعزیز حکیمي هم په خپل وار سره، اقتصاد وزارت کې د ترسره شويو کړنو په ستاینې سره، د اجرایي او مقننې قواو د اقتصادي برخو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پراخه کول، د ټولنې د اړینو غوښتنو په توګه ایاد کړل.

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد رییس، د دواړو قواو (اجراییه او مقننه) د اقتصادي برخو ترمنځ ګډ زیار د هېواد د اقتصاد لپاره اړینه وبلل او د اقتصاد وزارت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د غیر دولتي موسساتو د کړنو په برخه کې د شته ننګونې د حل لپاره لازمه همکاری وکړي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS