د اقتصاد وزیر د ولسمشر لومړی مرستیال سره ولیدل

habibi_admin
Mon, May 24 2021 2:08 PM
image

د اقتصاد وزارت_افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.

د اقتصاد وزیرې د افغانستان د سولې او پرمختګ دوهم ملي سند او د دوامداره پراختیایي اهداف، چې د نړۍ د ټولو هیوادونو انکشافي او همه شموله اجنډا ده او افغانستان د نورو هیوادونو ترڅنګ ددې پلي کولو ته ژمن دی، خبرې وکړې.

سربېره پردې، هغې د هیواد په پراختیایي برنامو او فعالیتونو کې د دې اجنډا د همغږۍ او سازماني پروسې په پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ او د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ د پايښت لرونکې پراختیايي موخو لپاره د اجراییوي کمیټې د بیا فعالیدو غوښتنه وکړه.

د ولسمشر لومړي مرستیال د اقتصاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د دې کمیټې د فعالولو ژمنه وکړه.

د ویلو وړ ده، چې افغانستان د نړیوال سازمان د غړي په توګه د افغانستان د پایښت لرونکې پراختیایي موخو لپاره ژمن دي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS