پکتیا کې د ولایتو د راپور ورکوونې سیستم فعاله شوه

habibi_admin
Tue, May 25 2021 8:34 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د اغیزمن راپور ورکوونې یو ورځنۍ ورکشاپ د پکتیا ولایت د اقتصاد رییس بهرام بهیر په مشرۍ د اړوندو اداراتو د راپور ورکوونې مسولینو ته د یاد ریاست په تالار کې جوړ شو. او د ورکشاپ په جریان کې د ولایتونو د راپور ورکوونې سیستم PMRSمعرفي او د معیاري راپور ورکوولو د فورمو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.

د غونډې د پرېکړې پر بنسټ د ولایتي راپور ورکوونې شبکه فعاله شوه او دنده ورکړل شوه، چې د اټکل شوي مهال وېش سره سم د پروژوي معلومات د اقتصاد ریاست سره شریک شي.

د یادونې وړ ده، چې PMRS د ولایتو د څارنې او راپور ورکوونې سیستم د اقتصاد وزارت لخوا د موثریت، روڼتیا، حساب ورکوونه او د حکومتوالۍ د برېښنایي کېدو لپاره د پراختیایي پروژو د پلي کولو په موخه رامنځته شوي دي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS