د افغانستان د بنسټونو د روڼتیا نوښټ د اړوندو نهادونو ۳۲ غونډه ترسره شوه

habibi_admin
Tue, May 25 2021 8:36 AM
image

د اقتصاد وزارت - افغانستان: د افغانستان د بنسټونو د روڼتیا نوښت د اړوندو نهادونو ۳۲ غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي او په کاست پورې اړوندو نهادونو ډلې د رییس په مشرۍ او د دغې ډلې د دایمي غړو او ناظریونو په ګډون سره د اقتصاد وزارت په تالار کې جوړه شوه.

په پیل کې د اقتصاد وزیرې او د یادو نهادونو رییس د دغې ډلې د وروستیو لاسته راوړنو او چارو د ستایلو سره د تېرې غونډې د اړینو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

صبغت الله کریمي د کاست د ملي دارالانشا رییس د تېر غونډې پرېکړو ته په اشارې سره د هغو پرېکړو او مواردو په تطبیق ټینګار وکړ.

همدارنګه په دوو نورو راپورونو کې، چې د بنسټونو د روڼتیا شاخص دي او د افغانستان د بندونو راپور دی اشاره وکړه.

په دې غونډه کې د کاست مهمې لاسته راونو درېیم راپور په اړه پرزنتیشن ګډون کوونکو ته وړاندې شو. په کاست پورې اړوند غړو د راپور د تایید سربېره، د افغانستان رسنیو او خلکو ته د یاد راپور په شریکولو ټینګار وکړ.

د بنسټونو د روڼتیا شاخص( کاست) یو نړیوال نوښت دي، چې افغانستان کې د روڼتیا او ځواب ورکوونې د پیاوړتیا په موخه په عام‌المنفعه پروژو کې فعالیت کوي. دغه نوښت حکومت، خصوصي سکتورونو او مدنې ټولنو سره یوزاې د بسټونو د برخې اطلاعاتو د خپرولو او زیاتېدلو او اطلاعاتو د شننې لپاره فعالیت کوي. او دغه به د دې لامل شي، چې اطلاعاتو څخه استفاده د اطلاعاتو د ورکوونې او حساب ویلو ته اړوند ادارې اړې شي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS