د۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۳۸۹ پروژو د پلي کولو چارې پیل شوې دي

habibi_admin
Thu, May 27 2021 8:35 AM
image

د اقتصاد وزارت- افغانستان: د اقتصاد وزارت د یوه څېړنیز راپور له مخې په ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربع څخه ښکاري، چې د دولت د پراختیایي پروژو څخه سږ کال ۹ پروژې بشپړې او ۳۸۹ پراختیایي پروژې د پلي کیدو په حال کې دي.

په دې پروژو کې د ودانیزو توکو لابراتوارونه، په رغونیزو پروژو کې د ښوونځيو ودانۍ او ترمیم، د هیواد اهل هنود او سکهانو وګړو لپاره د درمسال ودانۍ، د څښاک د اوبو لسګونه کوهيانو کیندل، د اوبو د لومړنیو سرچینو درلودونکې پروژې، له ازبکستان څخه هیواد ته د بریښنا د مزي لیږد، د هوایي ډګرونو لپاره د اور وژنې تجهیزات پیرودل، د تیزو خطونو ایجادول، په ساحه کې د اوبو برنامې پلي کول، د میرمنو مارکیټونو لپاره د لوازمو جوړول او د کوچیانو د ښځو د ځواکمنتیا لپاره لسګونه نورې پروژې شاملې دي.

دغه پروژې، چې د ملي بودیجې په سند کې شاملې دي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هیواد ملیونه وګړي یې له ګټې څخه برخمن کیږي.

ددغه تحلیل پر اساس، ۱۴۰۰ مالي کال په پروژو کې، د زیربناوو او طبیعي سرچینو سکتورونو ، تعلیم ، کرنې ، کلیو پراختیا او روغتیا ته ډیر لومړیتوب ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پراختیایي لومړیتوبونو د تر لاسه کولو لپاره په ۱۴۰۰ مالي کال کې ۵۴۸ پراختیایي پروژې تصویب کړې، چې ټوله (۱۵۷.۸۲) ملیارده افغانۍ بودیجه کیږي، چې له دې ډلې څخه (۸۵.۷۲) ملیارده اختیاري بودیجه ده او (۷۲.۱۰) ملیارده غیر اختیاري بودیجه ده.

په پرمختیایی پروژو کې لوړې پانګونې به دندې زیاتې کړي، د بیوزلۍ کچه به ټیټه کړي، اقتصادي وده به ښه کړي، او د خلکو د بیکارۍ کچه به راټیټه کړي، په اوږد مهاله پلانونو کې به د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت د حکومت ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو لاره به هواره کړي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS