د اقتصاد وزارت د کارکونکو د سوانحو دفتر برېښنایي کېږي

habibi_admin
Sat, May 29 2021 11:51 AM
image

د اقتصاد وزارت د کارکونکو د سوانحو اړونده برخه د معلوماتو د موندنې لپاره د آسانتیاوو او د سندونو او اطلاعاتو د ساتنې لپاره برېښنایي کېږي. د اقتصاد وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست محمد طاهر روزي د وزارت د کارکونکو د سوانحو له ډیجیټل کولو له پروسې لیدنه وکړه.

د اقتصاد وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست د روڼتیا د تامین، د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي او د اداري فساد سره د مبارزې لپاره د بشري سرچینو د سندونو ډیجیټل کول اغیزمن وګڼل.

ښاغلي روزي په دې لیدنه کې د دې پروسې د آسانتیاو لپاره اړوندو برخو ته لازم هدایت ورکړ.

اقتصاد وزارت ژمن دي، چې د وزارت د بشري قواو سندونو ته د لاسرسي او د روڼتیا د تامین او د فساد څخه د مخنیوي لپاره د ټولو مرکزي او ولایتي کارکونکو سوانح برېښنایي کړي. د سوانحو د برېښنایي کولو سره به د سندونو د ساتنې په لاره کې شته ننګونې او کاري ستونزې حلې شي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS