د اقتصاد وزارت کارکونکي د اقتصادي څېړنو او د معلوماتو د شننې دوه میاشتني ښونیز پروګرام کې زده کړې کوي

د اقتصاد وزارت کارکونکو ته د SPSS (Statistical package for social science)/ ټولنېزوعلومو لپاره آماري سافټ ویر ښونیزه برنامې پلې کېږي.
د دې ښونیزې برنامې اصلي موخه په اقتصاد وزارت د څېړنیزې برخې د کارکونو د ظرفیت لوړول دي.
دا ښونیزه برنامه د بنسټیز تقویت د پروژې له لارې د دوو میاشتو لپاره پلي کېږي. پام کې ده، چې د اقتصاد وزارت ۳۰ کارکونکي د دې برنامې څخه ګټه پورته کړي.
د اقتصاد وزارت مالي او اداري معینیت سرپرست محمد طاهر روزي د یادې برنامې په پرانست غونډه کې د ظرفیت لوړونې د برنامې ترسره کول د مسلکي کېدلو او د کارکونکو د مهارت په لوړولو کې خورا اړینه وبلله.
د اقتصاد وزارت کارکونکو هم د دغسې برنامو د جوړولو غوښتونکي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو دریو میاشتو کې د اقتصاد وزارت کارکونکو ته په مختلفو برخو کې درې د ظرفیت جوړونې برنامې پلې شوې دي.
اقتصاد وزارت ښایسته سالارۍ ته ژمن دی، چې د وزارت مرکزي او ولایتي کارکونکي ته په دوامداره توګه د هغوی د غوښتنو په په پام سره د ظرفیت لوړونې او د مهارتونو د موندنې ښونیزې برنامې جوړوي اږ کار کوونکي ګټه ترې پورته کوي.