ولایتي پرمختیایی کمیټی PDC غونډه تر سره شوه

habibi_admin
Tue, Jun 01 2021 12:03 PM
image

د اقتصاد وزارت_ افغانستان : د ولایتي پرمختیایی کمیټی PDC غونډه د ولایت مقام د ټولنیزو او اقتصادی چارو مرستیال والی الحاج بسم الله روحانی په مشرۍ او د اقتصاد رئیس نیاز محمد فرید په سکر تر یت د ولایت مقام د غونډو په تالار کې تر سره شوه.

په یاده غونډه کې لمړی د تیری PDC جلسی دپریکړو په اړوند مربوطه رئیس صاحبانو د خپلو اجراآتو په اړوند معلومات وړاندې کړل او وروسته د اجنډا سره سم په سنګین ولسوالی د میانکو سیمه کې د چکډم د جوړولو او اړوند د سیندیزی فرعی حوزی محترم رییس خپل معلومات او ددی پرو ژی په ارزښت خبری وکړی چې یاده پرو ژه د جلسې د غړو لخوا تایید شوه.

همدا رنګه د چا پیریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د انکشافی او موسساتو د پرو ژو په تطبیق خبری وشوی.

داقتصاد رئیس د هلمند ولایت لپاره د 1400 مالی کال د پرو فایل د جوړولو په اړوند معلومات وړاندی کړل ټولو دولتی ادارو څخه وغوښتل چې د خپلی ادارې اړوند فرصتونه او وړانیزونه ددی ریاست سره رسمآ شریک کړی تر څو یاد پرو فایل تکمیل او داقتصاد وزارت سره په ټاکلی وخت شریک شي.

په پای کي د ولایت مقام محترم مرستیال والي ټولو مسولینو ته د کرونا د مخنوی په مو خه هدایت وکړ چې د عامی روغتیا اداری سپارښتنی باید په خپلو ادارو کې جدی مراعت کړی.

او ټولو اداراتو مسولین باید په ټاکلی وخت په PDC او سکتوری جلساتو کې ګډون وکړی.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS