په دایکنډي ولایت کې د موسساتو او اړوندو سکتورونو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

habibi_admin
Tue, Jun 01 2021 12:06 PM
image

افغانستان-د اقتصاد وزارت: په دایکنډي ولایت کې د فعالو موسسو او اړوندو سکتورونو د همغږۍ میاشتنۍ غونډه، د ولایت والۍ شهېدې اکبري په مشرۍ او د ولایت د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیال فاطمې اکبري، د اقتصاد رییس عوض علی پویا او د اړونده سکتورونو د استازو او مسوولینو په ګډون د ولایت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د موسسو د کړنو پر څرنګوالي، د همغږۍ لپاره د تګلارو په پیاوړتیا، د موسسو د کړنو څخه څارنه او په ولایت کې د موسسو د فعالیتونو په لاره کې د شته ستونزو په اړه بحث وشو.

د غونډې ګډون کوونکو، اقتصاد ریاست ته د موسسو د پر وخت حساب ورکونې پر اړتیا، د موسسو د کارکوونکو د ګمارنې پروسې پر روڼتیا او د هغوی د جواز اخیستنې او موسسو لخوا د مالیې پر ورکونې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د ولایت والۍ، په دایکنډي ولایت کې د موسساتو د ګټورو کړنو څخه په ستاینې سره، د موسسو له کړنو د موثرې او رڼې څارنې او د هغوی پر لاره کې د شته ننګونې د لرې کولو لپاره د سیمه ییز حکومت له ټینګې ژمنې ډاډ ورکړ.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS