د ماشوم د نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د ځینو میندو کارکوونکو او د وزارت د وړکتون ماشومانو په ګډون د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د ماشوم د نړیوالې ورځ ولمانځل شوه.
د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه فاریابي د افغانستان ماشومانو ته د مبارکۍ تر څنګ په سالمه فضا کې د ماشومانو ښوونې او ودې ته د زمینې د برابرولو لپاره د حکومتي ادارو د هر اړخیزو کوښښونو یادونه وکړه.
د اقتصاد وزیرې د دې په یادولو چې د افغانستان راتلونکې د ماشومانو په لاس کې ده؛ له میندو او استادانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي څخه په لرې چاپېریال او د پر ځان باور روحیې په لوړولو سره د ماشومانو په روزنه کې هڅه وکړي.
د اقتصاد وزیرې د اقتصاد له پلوه د ماشوم د روزنې او په ځانګړې توګه ماشوم ته د مناسبې فضا په برابرولو کې د لوستي او پر ځان بسیا میندو ونډه اغېزمنه وبلله او په وزارت کې د ښځو د ونډې په زیاتولو او د ښایسته سالارۍ اصل ته په پام سره له ښځو نه د ملاتړ ژمنه وکړه.
وروسته د اقتصاد وزارت یوې ښځینه کارکوونکې سعدیه قادري په افغانستان کې د ماشومانو په وضعیت او د میندو او ماشومانو له ملاتړه د اړتیا په اړه خبرې وکرې.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جون د میاشتې ۱۱ د ماشوم د نړیوالې ورځې په توګه په کلیز کې نومول شوې، هر کال بېلابېلې ادارې له دغې نړایوالې ورځې نه د ماشومانو د وضعیت د رغېدو په هدف د برنامو په وړاندې کولو سره لمانځي.