بلخ ولایت کې د کرونا ناروغۍ خپرېدو له امله د غیردولتي موسساتو د کړنو د همغږۍ او انسجام ناسته ترسره شوه

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د کرونا له ناروغۍ د مخنیوي لپاره د غیردولتي موسسو د فعالیتونو د انسجام او همغږۍ بېړنۍ غونډه، د بلخ ولایت والي پوهنوال غلام فاروق خپلواک په مشرۍ او د ولایت مقام د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې ربابه نایبي، د ولایتي شورا رییس ډاکټر محمد افضل حدید، د دولتي اداراتو یو شمېر رییسانو او د کورني او بهرني موسسو مسوولینو په ګډون د ولایت د مقام په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د بلخ اوسیدونکو ترمنځ د کرونا ناروغی څخه د مخنیوي په میکانیزم او د دغه ناوړه ویروس د مهار لپاره د سرچینو په ټولونه لازمه پرېکړه ونیول شوه.
د ناستې په پای کې، د بلخ ولایت د اقتصاد له رییس انجنیر جنت ګل شرافت څخه د هغه د خدمتونو ستاینې په ویاړ، سوېډن هېواد کې د بې پولې انسانانو خوځښت د نړیوال سازمان له خوا د ستاینلک په ورکولو ستاینه وشوه.