د اقتصاد وزیرې د MIS او CMRS-PMRS سیستم په نهادینه کولو باندې تاکید وکړ

habibi_admin
Thu, Jun 17 2021 8:40 AM
image

اقتصاد وزارت _ افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د څارنې او ارزونې له ریاست څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اقتصاد وزیرې د دوی ستونزې واورېدې. د مرکز او ولایاتو د څارنې او راپور ورکوونې سیستم CMRS_PMRS په اړه یې بشپړ معلومات او د معلوماتو د مدیریت سیستم MIS په اړه یې ژمنه وکړه، چې یادې ننګونې به حل کوي.

ډاکټر فاریابي په یاد وزارت کې د معلوماتو د مدیریت سیستم MIS او د مرکزي او ولایتي د څارنې او راپور ورکوونې سیستم CMRS_PMRS د کارونې په اړتیا باندې ټینګار وکړ.

د اقتصاد وزیرې د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې ددې سیستم کارول، د وخت ضایع او د بروکراسۍ د مخنوي لپاره ګټور وبلل.

د ولایتونو او مرکزي رییسانو لپاره ددې سیستم کارول یې اړین وګڼل.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS