د اقتصاد وزیرې د یاد وزارت د آرشیف له اسنادو څخه لیدنه وکړه

اقتصاد وزارت - افغانستان : د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي ددې وزارت د اسنادو له آرشیف څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ډاکټر فاریابي د آرشیف شويو اسنادو د معلوماتو په پار اوسیدونکو ته د لاسرسي د زمینې په برابرولو ټینګار وکړ. د دې څانګې مسوولینو ته یې امر ورکړ، چې د دغو سندونو د لا زیاتې ساتنې لپاره د سندونو د برېښنایي کېدو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې اقتصاد وزارت د اداري فساد سر د مبارزې لپاره او د وخت د ضایع کیدو څخه د مخنیوي په موخه د مرکز او ولایاتو د راپور ورکوونې برېښنایي سیستم/ PMRS-CMRS او د معلوماتو د مدیریت سیستم/ MIS سیستمونه جوړ کړي دي او له بله پلوه د وزارت د کارکوونکو د سوانحو دیجیټل کولو لپاره کارونه روان دي او په چټکۍ سره د پلې کیدو په حال کې دي.