د شانکهای همکاریو سازمان په اقتصادي کنفرانس کې د اقتصاد وزیرې برخه اخیستل.

اقتصاد وزارت_ افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د شانکهای همکاریو سازمان په اقتصادي کنفرانس کې، چې د بریښنایي اقتصاد د همکاریو د پیاوړتیا په موخه د سازمان د غړیو او څارنکو هیوادونو ترمنځ د تاجکستان هیواد په پلازمېنه دوشنبې ښار کې جوړ و، ګډون او خبرې وکړې.
د اقتصاد وزیرې د یاد سازمان د غړیو او څارنکو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ د اقتصادې پرمختیا لپاره اړینې وبللې او د لا زیاتو همکاریو په پراختیا یې ټینګار وکړ.