په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي او سفیر سره د اقتصاد وزیرې د پېژندنې او مشورې ناسته

habibi_admin
Thu, Jul 01 2021 8:28 AM
image

اقتصاد وزارت ـ افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي او سفیر غلام محمد اسحاقزي سره د پېژندنې او مشورې د ناستې لپاره وکتل.

ډاکټر فاریابي په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت د وروستیو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د افغانستان د حکومت د اقتصادي پلانونو د ملاتړ لپاره د یاد سازمان د پاملرنې د راجلبولو غوښتنه وکړه.

د اقتصاد وزارت د مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش د تلپاتي پراختیایي موخو ته د رسیدو لپاره د همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ او سالم چاپیریال یې د SDGs له مهمو موخو څخه وګڼلو. افغانستان د کاونډیو هیوادونو په تاثر چاپیریال ته زیان رسوونکي توکي تولیدوي. نوموړي په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د غړیو هیوادونو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي د اقتصاد وزارت پروګرامونه تایید کړل او څرګنده یې کړه، چې په هیواد کې د جګړې او تاوتریخوالي داستان باید د سولې او ثبات په داستان بدل شي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی ژمنه کوي، چې په دیپلوماتیکو هڅو سره به د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو سره به د افغانستان اسلامي حمهوریت اطلاعات او احصایوي ارقام شریک کړي، ؛ تر څو په افغانستان کې د اقتصادي او پراختیایي پروګرامونه او طرحې پلي کړي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS