د ملګرو ملتونو سازمان د لوړې کچې په سیاسي ناسته کې(HLPF) د پایښت لرونکي پراختیایي موخو د دواطلبي دوهم هیوادنۍ راپور(VNR-2021) وړاندې شو.
اقتصاد وزارت _ افغانستان: د افغانستان په استازیتوب اقتصاد وزارت په ملګرو ملتونو سازمان کې د دواطلبۍ دوهم هیوادنۍ راپور(VNR-2021) د لوړې کچې په سیاسي ناسته کې(HLPF) وړاندې کړ.
دغه راپور، چې په هیواد کې د تلپاتې پایښت لرونکې پراختیایي موخو د تر لاسه کولو په برخه کې د افغانستان وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې یې درلودې، د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي له لوري، چې په انلاین ډول یې ګډون درلوده وړاندې کړ.
د یادونې وړ ده، چې دا راپور د اړوندو دولتي ادارو، خصوصي سکتور، مدني ټولنو، اکاډمیکو بنسټونو، ځوانانو، میرمنو او د اقتصاد وزارت ولایتي ریاستونو سره په سلا مشور او همغږۍ کې چمتو شوی و.