د اقتصاد وزارت کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین د پلي کولو پروسه پیل شوه.

habibi_admin
Sun, Jul 25 2021 8:30 AM
image

اقتصاد وزارت _افغانستان: د اقتصاد وزارت په غوښتنه د دې وزارت د کارکوونکو لپاره د کرونا ضد واکسین د پلي کولو پروسه د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت پروګرام په همکارۍ پیل شوه.

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د یاد وزارت کارکوونکو ته د روغتیا او سلامتیا هیله څرګنده کړه او هغوی یې د کرونا ضد واکسین اخیستو لپاره وهڅول او زیاته یې کړه، چې د روغتیا اړوند وړاندیزونه، لکه ماسک، ټولنیز واټن تعقیبول مهم دي او د وایروس په خپراوي کې مخنوی کوي.

ډاکټر فاریابي د عامې روغتیا وزارت له فعالیتونو او د روغتیا د ټولو کارکوونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د روغتیا د برخې کارکوونکي روغتیایي سرتیرې دي، چې د دفاع په لومړۍ لیکه کې دي، نو د دوي د ملاتړ لپاره د ځان روغتیا او محافظت ته ډېره توجو کول اړین دي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS