۳۹۱۴۶ کورنۍ مالي او خوراکي مرسته به تر لاسه کړي.
اقتصاد وزارتـ افغانستان : پام کې ده، چې د بلخ ولایت په مرکز او څوارلسو ولسوالیو کې ۳۹۱۴۶ اړمنو کورنیو ته د WFP د خوراک نړیوال سازمان په همغږۍ کې خوراکي توکي او پیسې وویل شي.
یاده موضوع نن د بلخ د ولایت مقام د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیال، د ولایتي شورا رییس، په شمال زون کې د خوړو د نړیوال سازمان پروګرام WFP رییس، د اړوندو اداراتو رییسانو، د CHA موسسې او د اکتید موسسې مسولینو او د بلخ ولایت د ولسوالیو ولسوالانو په ګډون د یاد ولایت د اقتصاد ریاست په همغږۍ به په دې ولایت کې تر سره شي.
د دې غونډې د فیصلو پر بنسټ به د اړمنو کورنیو د پېژندنې پروسه او هغوی ته د مرستو د توزیع دوران به د یوې ونۍ په ترڅ کې به پیل شي.