د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغانستان بانک د مالي ثبات کمیټې شپږمه غونډه کې ګډون او د بانکونو سهمدارانو ته یې وینا وکړه.

press
Sat, Nov 19 2022 9:56 AM
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغانستان بانک د مالي ثبات کمیټې شپږمه غونډه کې ګډون او د بانکونو سهمدارانو ته یې وینا وکړه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغانستان بانک د مالي ثبات کمیټې شپږمه غونډه کې ګډون او د بانکونو سهمدارانو ته یې وینا وکړه. محترم ملا صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې له کلونو وروسته په افغانستان کې امنیت خوندي، اسلامي او افغاني نظام رامنځته شوی، د نظام یوازینۍ هیله داده چې افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې د بانکونو ستونزې باید هوارې شي او په دې برخه کې یې د مالي ثبات کمیټې له غړو وغوښتل چې خپلې سلا مشورې دې ورسره شریکې کړي. محترم ملا صاحب بهر ته تللي د خصوصي بانکونو سهمداران هېواد ته را وبلل؛ هغوی ته یې د هر ډول خوندیتوب ډاډ ورکړ او له بانکي سکتور سره یې د هغوی همغږي او همکاري لازمه وبلله. په پای کې محترم ملا صاحب د مالي ثبات کمیټې غونډه مهمه وبلله او هیله یې وښوده چې د دې غونډو دوام به د هېواد په مالي او بانکي سکتور کې شته ستونزې له منځه یوسي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS