د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت  MCC  له اجرائيوي مرستیال ښاغلي اوو مین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

press
Wed, Nov 23 2022 1:54 PM

په دې لیدنه کې دواړو لورو د مس عینک پروژې د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او ددې پروژې د عملي چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د مس عینک پروژې د پيل له پاره پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
ورپسې د MCC شرکت اجرائیوي مرستیال ښاغلي اوو مين هم د پروژې چارو د پیل په برخه کې د محترم ملا صاحب له هلو ځلو مننه وکړه او ویې ویل، د عینک له سيمې څخه د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه خپلې چارې پيل کړي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS