د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل ښار کې د پنځو لویو پروژو پرانیسته وکړه.

press
Wed, Jun 14 2023 4:13 PM
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل ښار کې د پنځو لویو پروژو پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل ښار کې د پنځو لویو پروژو پرانیسته وکړه. محترم ملا صاحب په داسې حال کې چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید هم حضور درلود، په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل؛ د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم دی، چې الحمدلله اوسمهال په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول کابل ښار کې وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی. کابل ښاروالي د امنیت راتلو له برکته د کابل ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه شوې، موږ یې ټولې ترسره شوې هڅې ستایو او ملاتړ یې کوو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به کابل ښاریانو ته ډېر سهولتونه برابر او د ښار ګڼه ګوڼه به ورسره کمه شي. د دغو پنځو پروژو له ډلې یې نن د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې عملاً پيل شوې، چې د یو نیم کال په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکی سړک 7.5 کیلومټره اوږدوالی او 30 متره سور لري چې 530 میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم د کابل ښاروالۍ د کورنیو عوایدو له لارې ورکول کېږي. د یادولو وړ ده چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د هېواد شمالي ولایتونه مستقیماً د کابل – هرات لویې ترانزیټي لارې سره ونښلول شي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS