د اقتصاد وزارت د مالي، اداري او همغږۍ مرستیال ښاغلی مولوي محمد عالم جمیل سفر د افغانستان شمالي ولایتونو ته

press
Tue, Sep 12 2023 3:10 PM
د اقتصاد وزارت د مالي، اداري او همغږۍ مرستیال ښاغلی مولوي محمد عالم جمیل سفر د افغانستان شمالي ولایتونو ته

د اقتصاد وزارت د مالي، اداري او همغږۍ مرستیال ښاغلی مولوي محمد عالم جمیل سفر د افغانستان شمالي ولایتونو ته
د اقتصاد وزارت د مالي، اداري او همغږۍ مرستیال ښاغلی مولوي محمد عالم جمیل په مشرۍ د اقتصاد وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د هند د نیمه بشپړو شویو پروژو د ارزونې په هدف د افغانستان شمالي ولایتونو ته سفر وکړ. د دغه لوړ پوړي پلاوي په جوړښت کې د اقتصاد وزارت د دوامدارې پراختیا رئیس لعل محمد ولیزاده او د اقتصاد وزارت د سیمه ییزې پراختیا آمر عبدالمعروف هم شامل وو.
دغه لوړ پوړي پلاوي د بلخ، کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو ته سفرونه وکړل او په ګڼو مجلسونو کې د ولایتونو اقتصادي وضعیت، د اقتصادي وضعیت د ښه والي پر لارو چارو، خلکو ته د کار پیدا کولو پر لارو چارو او د غیر دولتي موسسو د دندو پر ارزونې خبرې وشوې او په یادو مواردو کې د مسوولینو له خوا په دې اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د دغه سفر په لړ کې د اقتصاد وزارت د مالي، اداري او همغږۍ مرستیال ښاغلی مولوي محمد عالم جمیل د بدخشان ولایت له والي او د بلخ ولایت له مرستیال سره وکتل او د اقتصادي ستونزو او حل لارو په اړه یې خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS