نن د 1397 ليږدیز لمریز کال د زمری ۱۱ نېټه په سمنګان ولایت کې ۹ پراختیایې پروژې د هیواد اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور له لورې کار اخیستنې ته وسپارل شوې

hurmat
Mon, Feb 11 2019 10:55 AM
image

نن ۹ پراختیایې پروژې په سمنګان ولایت کې د اقتصاد وزیر ښاغلي ډاکټر مصطفی مستور،عامي روغتیا وزیر ښاغلي فیروزالدین فیروز، لوړو زده کړو وزیر ښاغلي نجیب الله خواجه عمري، او سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي له لورې کار اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه پروژې چې د لوړو زده کړو د مؤسسې لیلیه، تخنیکې او مسلکي زده کړو انستیتیوت سره له ملحقاتو، دوه ښوونځې او پنځه صحي مرکزونه (HBC) دي ، د ۱،۷ میلیونه ډالرو په لګښت جوړې شوې دي.

د دغو پروژو په پلې کولو سره به د سمنګان ولایت د خلکو یو لړ ستونزې د پوهنې، روغتیا او لوړو زده کړو په برخه کې حل ، او د متوازني پراختیا د اصل په پام کې نیولو سره به، اقتصادي او ټولنیزي پراختیا ته زمینه برابره شي.

د دغو پروژو لګښت د دوست هیواد هندوستان له لوري د ۱۲۰ میلیونه ډالرو څخه چې د لوړو ټولنیزو تأثیراتو د پراختیایې پروژو لپاره اختصاص شوې ورکول کېږي.

هغه پروژې چې د هندوستان هیواد له ۱۲۰ میلیونه ډالرو څخه تمویلیږي ، ټولې ۵۷۳ پروژې کېږي، چي په ۳۴ ولایتونو کې به د متوازني پراختیا په پام کې نیولو سره پلې شي. د دې پروژو له جملې څخه تر اوسه ۲۷۲ پروژې بشپړې او کار اخیستنې ته سپارل شوي دي. او نوري ۳۰۱ پروژې د تدارکاتو او تطبیق په حال کې دي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS