د افغانستان د اقتصاد وزیر په عامه او خصوصي خبرې اترې کې؛ چې د خصوصي سکتور د پراختیا اجرایوي کمیټې (PriSEC)، اقتصاد، صنعت او تجارت وزارتونو او نړیوال بانک (IFC) له خوا په کابل کې جوړ شوی و، وینا وکړه.

hurmat
Thu, Jan 30 2020 9:28 PM
image

دا ناسته د هغو غونډو په لړۍ کې ترسره شوه؛ چې په مزارشریف، هرات، کندهار او جلال آباد ښارونو کې له خصوصي سکتور سره شوي وې، چې بنسټیزه موخه یې د لا ډېرو اسانیتاوو او اقتصادي ودې برابرولو لپاره له خصوصي سکتور سره د فعال خبرو اترو دوام دی.
ښاغلي وزیر له شته خنډونو سره د مبارزې لپاره او سترو ملي موخو لکه ( د دندو رامنځته کول، د بې وزلۍ کمول او اقتصادي ودې) ته د رسېدلو لپاره د دې دوو سکتورونو د همکارۍ دوام بنسټیزه اړتیا وبلله.
هغه زیاته کړه؛ د داسو غونډو جوړول او پر یو مېز د برابرو دریځونو څخه خبرې کول، د ستونزو د سپړنې او مشخصې او عملي حل لارې لټول، د ګډو فعالیتونو د پراختیا او پورته موخو ته په رسېدلو کې اغېزناک رول لوبولی شي.
د اقتصاد وزیر د ۵۰ په ۵ کې (۵۰ موخې په ۵ میاشتو کې) پروګرام د درېیم پړاو د تطبیق په اړه هم خبرې وکړې او د تېرو دوو پړاوونو د بریالي تطبیق لپاره د عامه او خصوصي سکتورونو د ګډو هلو ځلو ستاینه یې وکړه. د اقتصاد وزیر ژمنه وکړه؛ چې د اقتصاد وزارت به د کار موندنې په برخه کې د خصوصي سکتور د ودې لپاره د حکومت ترڅنګ، له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه ونکړي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS