د هېواد د اقتصاد وزیر ښاغلې مصطفی مستور د نارنجي تجارتي شبکې په پرانیسته غونډه کې، چې په کابل کې د هالنډ سفارت په نوښت د ۱۵متشبثو هلکانو او انجونو لپاره په لاره اچول شوې و ګډون او ویناوې وکړه.

hurmat
Thu, Feb 06 2020 11:27 AM
image

د اقتصاد وزیر، د دې شبکې جوړولو لپاره د هالنډ سفارت نوښت چې اوس د پنځلس کوچني او مینځنۍ سوداګرۍ سازمانونو لخوا پیل شوي دي ،د نوي سوداګرۍ رامینځته کولو د ملاتړ لپاره ارزښتناک ګام وبلل، او مالکانو ته یې وویل چې د اوسني ستونزو سره ، په افغانستان کې د پانګوونې او کار کولو لپاره د دوی جرات او باور د ستاینې وړ دی.
ښاغلې مستور، د کلنۍ سوداګرۍ کچه احصایې وړاندې کړه او دا چې کورني مارکیټ په کال کې د توکو او خدماتو وارداتو شاوخوا 7.5 ملیارد ډالرو ته د راجلبولو ځواک لري، د ګټورې پانګوونې لپاره عالي فرصت وبلل. او زیاته کړه چې د اقتصاد وزارت د ورداتو د تعویض( بدلولو) په موخه پر مولد افغانستان ستراتیژۍ باندې کار کوي ؛ ترڅو په هیواد کې د تولید لګښتونو راټیټ او کورنیو تولیداتو وده ورکولو ته لاره هواره کړي ، لا دوامدارې دندې رامینځته کړي او د لا ډیرې پانګونې د راجلبولو لامل شي.
د اقتصاد وزیر د اقتصادي حالاتو د ښه والي د اړتیا په ټینګار سره نورو سفارتونو او نړیوال بنسټونو ته هم بلنه ورکړه، چې د هالند سفارت په څیړ د ځوان سوداګرو ملاتړ لپاره د حکومت تر څنګ ودریږي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS