داکترکریمه حامد فاریابی نامزدوزیر و سرپرست وزارت اقتصاد با کلارا میکلووا رئیس مؤسسه جینیوا کال در افغانستان و سهیل ریچی هماهنگ کنندۀ عملیاتی آن مؤسسه دیدار کرد.
د اقتصاد وزارت نومانده او سرپرسته وزیره آغلې کریمه حامد فاریابي په افغانستان کې د جینیوا کال موسسې له رئیس کلارا میکلووا او د یادې موسسې عملیاتي همغږي کونکي سهيل ریچي سره وکتل.
د اقتصاد وزارت سرپرستې وزیرې په هیواد کې د دې خیریه موسسې له کار او فعالیتونو څخه په مننې سره، وویل چې د اقتصاد وزارت غیر دولتي سازمانونو ته د کار او فعالیتونو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابروي.
پدې ناسته کې د غیر دولتي سازمانونو خنډونو او کاري ستونزو په اړه هم خبرې وشوې او د هوارولو لپاره یې لازم اقدامات ونیول شول.