د اقتصاد وزارت وزیرې د دې وزارت چارواکو په لیدنه کې د وړتیا او د وزارت تخصصي پرمختګ باندې ټینګار وکړ.

hurmat
Wed, Nov 04 2020 9:17 AM
image

کابل، پینځه نۍ د لیندۍ ۱۳ نیټه:

د اقتصاد وزارت وزیرې ډاکټرې کریمه حامد فاریابي، پارلمان څخه د باور رای ترلاسته کولو یوه ورځ وروسته، په غونډه کې چې د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د وړتیا پر اصل او د وزارت پر تخنیکي او تخصصي پرمختګ باندې ټینګار وکړ.

د اقتصاد وزیرې د حکومت مشرتابه او ملي شوراو د باور څخه په مننې سره، پر دوامداره او متوازن پرمختګ ولاړ، د خپلو لویو اقتصادي برنامو او پلانونو باندې ژمنه وکړه او د سولې، سوکالۍ او ځان بسیاینې موخو ته د ټولنیزې او اقتصادي پالیسیو په جوړولو د اقتصاد وزارت ونډه مهمه وبلله.

وروسته د اساسی قانون د تطبیق او څارنې د خپلواک کمیسیون غړې او مشر ډاکټر عبدالله شفایي، د مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش او د وزارت مالي او اداري معینیت مرستیال حامد همدرد ، د نورو په استازیتوب سره ، په اقتصاد وزارت کې لومړۍ میرمن وزیرې ته مبارکي ورکړه. او د افغانستان ودې، اقتصادي پرمختګ او نوي بدلون لپاره دغه لاسته راوړنه اړینه وګنله.

پای کې د کندهار ولایت د اقتصاد رییس د نورو ولایتي رئیسانو په استازیتوب آنلاین توګه خبرې وکړې او د پرمختیايي پروژو په ښه څارنه او پلي کولو کې د ولایتي اقتصادي ریاستونو پر رول ټینګار وکړ.

د اقتصاد ډیری ولایتي مشرانو په دغه کنفرانس کې په آنلاین توګه برخه اخیستې وه.قتصاد وزیری اوشبو وزیرلیک، خادم‌لری بیلن اوچره‌شووده، وزیرلیک‌ده شایسته‌سالارلیک و تخصصی رواجلنیش‌لر عملگه آشیریلیشینی اورغوله‌دی.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS