۱۴۰۰ لمریز کال لپاره د اقتصاد وزارت تشکیل ته بیا کتنه وشوه

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اقتصاد وزارت تشکیل د بیا کتنې غونډه د دغه وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت سرپرست ښاغلي محمد نبي سروش تر مشری لاندې، او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د چارواکو په ګډون ترسره شوه.
غونډه کې، د حکومت د لومړیتوبونو پر بنسټ د اداري ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو لپاره د منظم او پیاوړي تشکیل رامنځته کولو په اړه بحثونه وشول او د بیا کتنې پروسې ښه پر مخ بیولو لپاره د اقتصاد وزارت او د اداري اصلاحاتو کمیسیون لخوا یوه کمیته وټاکل شو تر څو چې، د نهایي پریکړې لپاره په دې برخه کې هر اړخیزه څیړنه وکړي.