په افغانستان کې د پایداره پراختیايي اهدافو د تحقق په لور یو بل ګام

habibi_admin
Tue, Feb 23 2021 8:36 AM
image

۱۳۹۹لمریز کال/د کب/۵

نن له غرمې مخکې په کابل کې د نړیوال سازمان پراختیایي برنامه، د افغانستان حکومت لپاره د پایداره پراختیايي اهدافو او هېواد ته د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره یو اقتصادي موډل معرفي کړ, چې کولای شي په هېواد کې د پایداره پراختیايي اهدافو د بهتره پلي کېدلو لپاره اغېزمنه وي.

د دې موډل د پرانیستې په غونډه کې چې په کابل سرینا کې جوړه شوې وه، د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي، په افغانستان کې د نړیوال سازمان د پراختیایي برنامې رییس ښاغلي عبد الله الدرداري، د مالیې وزارت د پالیسي مرستیال ښاغلي محمد نذیر کبیري او د معلوماتو او احصاییې ملي ادارې د ملي محاسباتو رییس ښاغلي غلام حضرت امیني خبرې وکړې.

د اقتصاد وزیرې، د پایداره پراختیايي اهدافو د تطبیق او هم د دولت د ټولو برنامو لپاره د سمې او دقیقې احصاییې او ارقامو په اړتیاوو باندې ټینګار وکړ او د دې موډل جوړونه او وده یې د پراختیایي پروژو د تطبیق په پروسه کې او د پایداره پراختیايي اهدافو د تحقق لپاره د یوې اقتصادي لاسته راوړنې په توګه وګڼله.

نوموړي زیاته کړه, چې:"دغه موډل کولای شي د پالیسیو په ترتیب، تصمیم نیولو او د حالاتو د څارنې په برخه کې د اقتصادي سکتور د اړوندو ادارو د رهبرۍ او د حکومت مشرتابه ته لارښوونه وکړي او په اقتصادي وده کې د پانګونې اغېزې، د بېوزلۍ د کمولو، د دندو د رامنځه کولو... او نورو مواردو څارنه او محاسبه وکړي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS