د اقتصاد وزارت او د ولسمشرۍ چارو د ادارې ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

habibi_admin
Tue, Feb 23 2021 8:53 AM
image

۱۳۹۹/کب/۵

د ولسمشرۍ د عالي مقام د هدایاتو د تعقیب، د کابینې د مصوباتو د تطبیق او د ولسمشرۍ عالي شوراګانو، د جینوا کنفرانس د ژمنو د تطبیق او د اقتصاد وزارت او د ولسمشرۍ چارو د ادارې ترمنځ د لا همغږۍ په موخه ګډه ناسته د ولسمشرۍ چارو د ادارې عمومي رییس او د اقتصاد وزارت د مشرتابه پلاوي په ګډون په اقتصاد وزارت کې ترسره شوه.

د دې ناستې په پیل کې د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مخکې پنځه میاشتو کې د اقتصاد وزارت د عمده کړنو په یادولو، د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې پراختیا د لاسته راوړنې لپاره د بنسټیزو بدلونونو پر جدي اړتیاوو باندې ټینګار وکړ.

هغې د اقتصاد وزارت د ستراتیژیک پلان د پایښت لرونکې پراختیا لاسته راوړنې او په هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره د مناسب فرصت په توګه یاد کړ او ویې ویل: موږ د کارونو د ترسره کولو لپاره لازم ظرفیتونه لرو او کولای شو د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم ملي سند په چوکاټ کې او د نظام د مشرتابه په ملاټر سره د هېواد د اقتصادي ودې اصلي او ملموسو پایلو ته ورسېږو.

په پای کې ډاکتر فضل محمود فضلي د ولسمشرۍ چارو د ادارې عمومي رییس په اقتصاد وزارت کې د ترسره شوو کارنو لپاره مننه وکړه او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره یې د اقتصاد وزارت ونډه بنسټیزه او اړینه وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت اصلي موخه د خدماتو وړاندې کول دي؛ که دغه خدمتونه اقتصادي وي او که ټولنیز, خو څه چې اړین دي متوازنه پراختیا ده او موږ د متوازن او تلپاتې پراختیا لپاره مناسب او عملي پلانونو او ستراتیژیو ته اړتیا لرو. موږ د وزارت له اقتصادي پلانونو او برنامو څخه ملاټر کوو او د چارو په دیجیټلي کېدو کې د اقتصاد وزارت فعالیتونه ستایو.

د ولسمشرۍ د چارو د ادارې عمومي رییس د اقتصاد وزارت او د چارو د ادارې ترمنځ د ګډو کمېټو د جوړولو یادونه وکړه او د کړنو او اجرآاتو د لا موثریت لپاره یې د همغږۍ زیاتوالی اړین وباله.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو د ادارې رییس، د مالیې وزارت د پالیسي مرستیال، د ولسمشرۍ چارو د ادارې عمومي رییس مرستیال، د پانګونې واحد د آسانتیاوو رییس او د ولسمشرۍ د چارو د ادارې او د اقتصاد وزارت د بېلابېلو برخو مسوولینو ګډون کړی وو.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS