د کار او ټولنیزو چارو او د اقتصاد وزارت وزیرانو سره وکتل.

اقتصاد وزارت- افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د کار او ټولنیزو چارو له وزیر بشیر احمد تهینج سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بهرنیو اتباعو د کار د جوازونو د صادرولو د پروسې په ګړندي کولو او د متبوع هیوادونو د بیمې د تصدیق کولو په اړتیا باندې بحث وکړو. دواړو لوریو د وزارتونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.