په اقتصادي فرصتونو پورې اړوند د دریو پروژو د طرحو څیړنه او پلټنه وشوه.

habibi_admin
Wed, Aug 04 2021 8:29 AM
image

داقتصاد وزارت _ افغانستان-: د یوه پروګرام په ترڅ کې د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په حضور کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې، د مالي او اداري معنیت سرپرست، د پانګوونې د واحد رییس عطاالله نصیب د اقتصاد وزارت سلاکارانو او یو شمېر پانګوالو په ګډون د دریو پروژو طرحې واوریدل شوې او ارزونه یې وشوه.

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په هېواد کې د پانګونې څخه هر کلی وکړ او دا یې د اقتصادي ودې لپاره اړینه وبلله.

د غونډې په ترڅ کې د بريښنایي انرژی یا د سولر طرحه د د LEMA Consultants شرکت استازی له لوري په یوه پرزنټیشن کې وړاندې شوه او وروسته د مبایل فون طرحه (په هېواد کې د غیر قانوني ټیلفونونو د راتګ څخه ډډه) او دکمپوسټ طرحه (اداره و مدیریت زباله‌های عضوی) وړاندې شوه.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګوونې څانګې رییس د وړاندې شویو طرحو نه په هر کلۍ سره ژمنه وکړه، چې د دغو طرحو د پرمختک او پلي کولو لپاره به اړوندو بنسټونو سره خبرې وکړو او لاره به یې آسانه کړو.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS