دملګرو ملتونو دسازمان دغړو ادارو سره دسکټوري وزارټونو دهمغږي غونډه چي دبشرې مرستوپه اړه د نا دولتي موسسو دفعالېتونو دڅارني او کنترول په موخه جوړه شوه.

sediqi
Sun, Feb 06 2022 6:51 PM
moec

ڼن يکشنبه 1400/11/17 دملګرو ملتونو دسازمان دغړو ادارو سره دسکټوري وزارټونو دهمغږي غونډه چي دبشرې مرستوپه اړه د نا دولتي موسسو دفعالېتونو دڅارني او کنترول په موخه جوړه شوه.

غونډه چي د الحاج قاري دین محمد حنيف د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر تر مشري او دکليو او بيا رغوني، دشهيدانو او معلولینو، عامي روغتيا، د کډوالو او بېرته راستنيدو نکو چارو، پېښو ته درسيدني په چارو کي د ا. وزارت، د مالي او د کورنيو چارو د وزارتونو د مرستيالانو او د افغاني سري مياشتي ټولني دلوي رئيس په ګډون د ملګرو ملتونو د سازمان له غړو ادارو سره، مستحقو وګړو ته د بشري مرستو د شفافيت او عادلانه ويش په موخه جوړه شوي وه.

moec

دواړه خواو د غونډي په ترڅ کي د ملګرو ملتونو او نړيوالو سازمانونو له خوا د بشر دوستانه مرستو د تنطيم او همغږي، مستحقو ته په شفافه او عادلانه توګه دبشري مرستو د تامينولو په موخه خپل نظريات سره شريک او د همغږي او همکاري ژمني تر سره شوي.

Latest news

BACK TO NEWS