د ټرانسپورټ عالي کمیسیون پنځمه غونډه د اقتصاد وزارت د سرپرست الحاج قاري دین محمد "حنیف" په مشرۍ جوره شوه.

press
Tue, Sep 12 2023 3:08 PM
د ټرانسپورټ عالي کمیسیون پنځمه غونډه د اقتصاد وزارت د سرپرست الحاج قاري دین محمد "حنیف" په مشرۍ جوره شوه.

د ټرانسپورټ عالي کمیسیون پنځمه غونډه د اقتصاد وزارت د سرپرست الحاج قاري دین محمد "حنیف" په مشرۍ د دفاع، کورنیو چارو، ټرانسپورټ، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د استخباراتو عمومي ریاست، د کابل د ترافیکو عمومي ریاست او د کابل ښاروالۍ د محترمو استازو په ګډون جوړه شوه.
نن چهارشنبه، ۱۴/۲/۱۴۴۵ هجری قمری کال چې د ۸/۶/۱۴۰۲ هجری لمریز کال سره سمون خوری، د ترانسپورت د عالي کمیسیون پنځمه غونډه د اقتصاد وزارت د سرپرست الحاج قاري دین محمد "حنیف" په مشرۍ تر سره شوه. دا غونډه د دفاع، کورنیو چارو، ترانسپورت، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د استخباراتو د عمومي ریاست، د کابل د ترافیکو د عمومي ریاست او د کابل ښاروالۍ د محترمو استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت له لوري د سړکونو د ترانسپورت د کنټرول او مقرراتو د پریزنتیشن له مخې د اړوندو څانګو د کړنو راپور د غونډې له ګډونوالو سره شریک شو. د مخکني تفاهم لیک له مخې د سړکونو د ترانسپورت د تنظیم عالي کمیسیون په ګډون د هرې ادارې ورسپارل شوې دندې، فعالیتونه، ستونزې او وړاندیزونه تر بحث لاندې ونیول شول.
د اقتصاد وزارت سرپرست په بېلابېلو برخو کې د کاري چارو د ښه والي او د سړکونو د ترانسپورت د تنظیم په برخه کې د کمېسیون د غړو د کار د هرکلي په ترڅ کې د اړوندو ادارو مسوولینو او استازو ته لازمې لارښوونې او مشورې وکړې.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS