د کارموندنې( اشتغال زایي) پروژې د څلورم دور ماموریت د پیل څخه ملاتړ

habibi_admin
Mon, Feb 15 2021 8:51 AM
image

۱۳۹۹/ سلواغه/۲۷

نن له غرمې مخکې د کارموندنې پروژې د څلورم دور د تطبیق برنامه، چې د نړیوال بانک په کوربتوب او د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په ګډون د مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره او د کابل ښاروالۍ استازو په انلاین ډول په کې ګډون درلوده، جوړه شوه.

په دې برنامه کې د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په خپلو خبرو کې د کارموندنې پروژې د لاسته راوړنو او کار په باره کې وویل: باوجود ددې، چې کوم کارونه، چې کارموندنې پروژې، تر سره کړي دي. هغه ددې پروژې په چوکاټ کې اړین او مقدماتي دي، مګر ضروري دا دي، چې لا نوره هم هڅه وشي، تر څو د کارموندنې په برخه کې ډېرۍ فرصتونه کورنیو او بهرنیو بې ځایه شویو او کوربنو ته مهیا شي، تر څو د دوی اقتصاد پیاوړی او ملاتړ یې وشي. کله چې دا ډول قدمونه واخیستل شول، نو ددې پروژې د وجودي فلسفې اصلي ماهیت او موخه څرګندیږي.

همدا ډول د اقتصاد وزیرې زیاته کړه : د پروژې په ځینو فعالیتونو کې ځنډ، لکه: د کارمندانو ګمارنه ، په پاکستان کې بې ځایه شویو اوسیدونکو لپاره د پاسپورټونو د ویش پیل، په تدارکاتي چارو کې د اسانو بنسټیزو چارو چمتو کول او د اساسي پروژو پلي کول، چې دبودیجې مصرف یې اغیزمن کړی او د پروژې شاخصونه او موخو لاسته راوړلو لپاره اغیزمن دي باید پلي شي.

په همدې توګه ، په نهو والایتونو کې تسهیل کوونکو بنسټونو ته د قراردادونو په ورکولو کې وروستي پرمختګونه ، په کندهار او جلال آباد کې د سړک جوړونې او بیارغونې په برخو کې اساسي پروژې پلي کول، او د کابل ښاروالۍ له لارې د لنډمهاله پرمختګ او ښاري ساتنې پروژې پیل کول د پام وړ دي. او د پروژې د راتلونکو موخو د لاسته راوړنې لپاره هیلې موجودې دي.

همدا ډول پلان شوي کارونه، چې د خنډ سره مخ شوي باید په خپل معین وخت کې بشپړ شي. او ټولې هغه ادارې، چې ددې پروژې تطبیق کوونکې دي د اقتصاد وزارت د رهبري هیات له لوري یې ملاتړ او په جدي توګه تر څار لاندې نیول کیږي، تر څو زر پلې شي.

په دې هیله، چې دغه غونډه موږ ددغې پروژې کلي موخو ته ورنږدې کړي. او د نړیوال بانک او زموږ د حکومت له همکارانو زیاته مننه کوو، چې په دې برخه کې یې پوره توجو کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د کارموندنې پروژه د افغانستان د بیا جوړونې صندوق په مرسته او د نړیوال بانک له لوري تمویل کیږي، چې موخه یې د یوه غښتلي او بریالي اقتصادي چاپیریال او فرصتونو لاسته راوړنه، د سوداګرۍ او پانګونې پیاوړتیا، په ښارونو کې د کوربنو او بې ځایه شویو ته د کاري فرصتونو مهیا کول دي.

ددغې پروژې پلي کول د افغانستان د حکومت پر غاړه دي، چې اقتصاد وزارت یې د پنځم تطبیق کوونکي دنده پرغاړه لري او د پرمختګ لپاره په قانونی اصلاحاتو متکي، اسانه سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې په ملي سطحه د څارنې او هماهنګۍ، د ټولو فعالیتونو دراپور اخیستنې مسولیت لري.

همداراز ددې پروژې د تطبیق د غونډو د ماموریت ملاتړ، چې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ترسره کیږي. او ددې پروژې د ستونزو، پرمختګونو او فرصتونو په اړه غوښتونکو ته د رهنمود ترسیم کوي. د نړیوال بانګ د تخنیکي ډلې په ملاتړ او د تطبیق کوونکو ادارو د کاري ډله یې تطبیق کوونکي موارد څیړي او د قراردادونو ارزونه یې کوي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS