داقتصاد وزارت نوماند د "کارموندنې" پروژې له چارواکو سره وکتل
![moec](/sites/default/files/2020-09/11.jpeg)
اغلې ډاکټرې کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت نوماند او سرپرست وزیره، په اقتصاد وزارت او د سیمهییز ارګانونو خپلواکې ادارې کې د "کارموندنې" پروژې له چارواکو سره وکتل.
اغلې فاریابی د یادې مهمې او اغیزمنې پروژې د ګټورتوب په یادولو سره؛ د هغو خنډونو د له منځه وړلو په اړه یې خبرې وکړې چې د کارموندنې برنامې د پلي کیدلو په لاره کې شتون لري.
همدارنگه د اقتصاد وزارت نوماندې د تدارکاتو د ملي ادارې رئیس شاغلی عمر هوتکی سره د تسهیل کونکو نهادونو د تدارکاتي توکو د منظوری او لیږلو په اړه هم ټیلفوني خبرې وکړې او په ټاکلي موده کې د یاد پروسې د ګرندۍ کولو غوښتنه یې وکړه.
په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې؛ د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې به د ملي تدارکاتو اداره د منظوري ترلاسه کولو وروسته ، د یو تړون په لاسلیک کولو سره او په ولایتونو کې د پروژې د پلي کولو لپاره اړین ګامونه اخلي.