داقتصاد وزارت نوماند د "کارموندنې" پروژې له چارواکو سره وکتل

sediqi
Sun, Sep 27 2020 11:20 AM
moec

اغلې ډاکټرې کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت نوماند او سرپرست وزیره، په اقتصاد وزارت او د سیمه‌ییز ارګانونو خپلواکې ادارې کې د "کارموندنې" پروژې له چارواکو سره وکتل.

اغلې فاریابی د یادې مهمې او اغیزمنې پروژې د ګټورتوب په یادولو سره؛ د هغو خنډونو د له منځه وړلو په اړه یې خبرې وکړې چې د کارموندنې برنامې د پلي کیدلو په لاره کې شتون لري.

همدارنگه د اقتصاد وزارت نوماندې د تدارکاتو د ملي ادارې رئیس  شاغلی عمر هوتکی  سره د تسهیل کونکو نهادونو د تدارکاتي توکو  د منظوری او لیږلو په اړه هم ټیلفوني خبرې وکړې او په ټاکلي موده کې د یاد پروسې د ګرندۍ کولو غوښتنه یې وکړه.

په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې؛ د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې به د ملي تدارکاتو اداره د  منظوري ترلاسه کولو وروسته ، د یو تړون په لاسلیک کولو سره او په ولایتونو کې د پروژې د پلي کولو لپاره  اړین ګامونه اخلي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS