د اقتصاد وزارت د مالي، اداري او همغږۍ مرستیال ښاغلی مولوي محمد عالم جمیل سفر د افغانستان شمالي ولایتونو ته
د اقتصاد وزارت د مالي، اداري او همغږۍ مرستیال ښاغلی مولوي محمد عالم جمیل سفر د افغانستان شمالي ولایتونو ته
د اقتصاد وزارت د مالي، اداري او همغږۍ مرستیال ښاغلی مولوي محمد عالم جمیل په مشرۍ د اقتصاد وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د هند د نیمه بشپړو شویو پروژو د ارزونې په هدف د افغانستان شمالي ولایتونو ته سفر وکړ. د دغه لوړ پوړي پلاوي په جوړښت کې د اقتصاد وزارت د دوامدارې پراختیا رئیس لعل محمد ولیزاده او د اقتصاد وزارت د سیمه ییزې پراختیا آمر عبدالمعروف هم شامل وو.
دغه لوړ پوړي پلاوي د بلخ، کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو ته سفرونه وکړل او په ګڼو مجلسونو کې د ولایتونو اقتصادي وضعیت، د اقتصادي وضعیت د ښه والي پر لارو چارو، خلکو ته د کار پیدا کولو پر لارو چارو او د غیر دولتي موسسو د دندو پر ارزونې خبرې وشوې او په یادو مواردو کې د مسوولینو له خوا په دې اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د دغه سفر په لړ کې د اقتصاد وزارت د مالي، اداري او همغږۍ مرستیال ښاغلی مولوي محمد عالم جمیل د بدخشان ولایت له والي او د بلخ ولایت له مرستیال سره وکتل او د اقتصادي ستونزو او حل لارو په اړه یې خبرې وکړې.