د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.
نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د (HC) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشر ډانیل اندریس او د (OCHA) د دفتر له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.
په دي ناسته کي د اړونده دفترونو د فعالیتونو د ښه والي او د بیلابیلو وزارتونو سره د لازمې همغږۍ په موخه او په هرات ولایت کې د زلزلې له امله زیانمن شوو کسانو سره د لومړنیو مرستو رسولو د ګړندي کولو په برخه کي خبری وشوي.