د اقتصاد وزارت له لوري د دوامداره پراختیا موخو په اړه د دوهم داوطلبۍ ملي راپور د وړاندې کولو لپاره مشورتي ناسته ترسره شوه
د اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب د دوامدارې پراختیا موخو په هکله د دوهم داوطلبۍ ملي راپور چمتو او د ملګرو ملتونو سیاسي عالي شورا ته به یې د روان کال 2021 د جولای په میاشت کې ور وسپاري.
ددې راپور د همغږي کولو لپاره اقتصاد وزارت د اکاډمیکو بنسټونو، مدني ټولنو، خصوصي سکتورونو او د ځوانانو استازو سره مشورتي ناسته وکړه.
د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دوامداره پراختیا موخو په اړه به د هیواد داوطلبۍ ملي راپور چمتو کړي او په دې پروسه کې به د ټولو اړوندو ارګانونو سره صلاح او مشورې وکړي، ځکه چې د ټولو اړوندو استازو غږ د ټولنې د ولسونو غږ دی او دا غږ به په دې راپور کې اوریدل کیږی.
هغې زیاته کړه، چې د کووید 19 پیښې دوامدارې پراختیا موخو سرعت کمزوری کړی؛ مګر په هیڅ ډول سره به د افغانستان اوږد مهاله ژمنې کمزورې نه کړې، او د هیچا دا شعار به کمزوری نه کړي، چې وایي "هیڅوک یې شاته ندي".
د غونډې په جریان کې، د استازو نظریات او وړاندیزونه واخیستل شول او د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
دیادونې وړ ده چې، د بېلابېلو اړوندو ادارو سره مشورتي ناستې ددې راپور تر بشپړیدو دوام ولري.