دکریم آغا خان پراختیایي بنسټ له سفیر او دیپلوماتیک استازي سره د اقتصاد وزیرې لیدنه

habibi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۲۵
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د کریم اغا خان پراختیایي بنسټ استازي او ورسره مل پلاوي د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي سره وکتل.

په دې لیدنه کې شهرزاده هیرجي او د نوموړي بنسټ اجراییوي رییس ډاکتر نجم‌الدین نجم د کریم آغا خان پراختیایي بنسټ د کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د آغا خان بنسټ د افغانستان د ودې او پرمختیا لپاره په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو چارو په کولو کې ژمنتیا لري.

د یاد بنسټ اجراییوي رییس د هېواد په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د کرنې د پرمختیا په اړه خبرې وکړې او د افغانستان-تاجکستان ترمنځ د پولې مارکیټ د رامنځته کولو له پروګرام څخه یې خبر او زیری ورکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې د ښار جوړونې وزارت او د نورو اړوندو ادارو په همغږۍ سره لومړنۍ چارې تر سره شوې دي او یاد بنسټ د دغو برنامو په پلي کولو کې ژمن دی . همدارنګه ډاکتر نجم د بامیانو او بدخشان ولایتونو کې د دوو ستندرد روغتونونو د جوړولو څخه هم خبر ورکړ.

د اقتصاد وزیرې په مختلفو برخو کې د آغا خان پراختیایي بنسټ له بنسټیزو کړنو او برنامو څخه ستاینه وکړه او د ځان بسیاینې، د بې وزلۍ کمښت، کارموندنې او د آسانتیاو په برابرولو کې یې ددې بنسټ د نورو مرستو او همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د آغا خان پراختیایي او پرمختیایي بنسټ له ډېرو کلونو راهیسي د افغانستان د ودې او پرمختګ په ډګر کې فعالیت کوي. او د نورو سیمه اییزو او نړیوالو سازمانونو ترڅنګ د افغانستان یو ښه او تلپاتې همکار په توګه شمېرل کېږي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

BACK TO NEWS