د اسلامي بانک اجراییوي رییس د اقتصاد له وزیرې سره وکتل

hurmat
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۸:۵۰
image

د اقتصاد وزیرې ډاکترې کریمه حامد فاریابي، د اسلامي بانک له اجراییوي رییس ښاغلي موسی کلیم الفلاحي سره وکتل.

د اقتصاد وزیرې، د خصوصي سکتور په ودې او پراختیا کې د بانکدارۍ سکتور د پام وړ او فعالې ونډې په ټینګار سره وویل, چې خصوصي بانکونه په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره مساعد فرصت دی او خصوصي بانکونه باید د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره په هېواد کې د خصوصي سکتور د هڅونې او ملاتړ لپاره د پور ورکونې اسانه پروسه برابره کړي.

همداراز د اقتصاد وزیرې وویل: اوسمهال په خصوصي بانکونو کې د اماناتو او پورونو اندازه ډېره لوړه ده, چې په بانکونو کې د راکدو پیسو ښکارندوی ده او باید په متحرکې پانګې بدله شي, چې په دې کار سره د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې فرصتونه رامنځته کېږي او په پای کې ځوانانو او مېرمنو ته لا زیات کاري فرصتونه برابرېږي.

بیا د اسلامي بانک اجراییوي رییس، په هېواد کې د بانکدارۍ سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د ګډون لپاره چمتووالی وښود او د خصوصي سکتور د ملاتړ او د هېواد په اقتصادي وده کې یې د ونډې اخیستو لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

BACK TO NEWS