د افغانستان او استونیا جمهوررئیسانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

habibi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۲:۵۳
image

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د استونیا جمهوررئیسې مېرمن کرستي کالیولایډ سره چې د دغه هیواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر کابل ته راغلې وه، وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، پکې د جمهوري ریاست مرستیالانو، د بهرنیو چارو او کابینې یو شمېر وزیرانو، د چارو ادرې لوی رئیس، د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژيکو اړیکو ادارې رئیس او د افغانستان بانک سرپرست هم حضور درلود.

د دواړو هیوادونو جمهوررئیسانو د افغانستان او استونیا تر منځ د اړیکو د پراختیا، له افغانستان څخه د امریکا متحدو ایالاتو ځواکونو د وتلو پرېکړې او د افغانستان او بین المللي ټولنې او ناټو سازمان غړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د نوي فصل په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني اغلې کرستي کالیولایډ او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استونیا د مرستو او همکاریو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هیواد ځواکونو د فعالې ونډې، مننه وکړه.

د هیواد جمهوررئیس وویل، موږ د اړیکو په نوي فصل کې له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول د دیجیټلي کولو په برخه کې چې مخکې پیل شوی، د استونیا د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کوو.

په پای کې د استونیا جمهوررئیسې له افغانستان سره د استونیا د پیاوړو او غښتلو اړیکو د دوام ډاډ هم ورکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS